ایکنانیوز د فلسطین داطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکړ،د قدس د مسئلو څيړاند زیاد ابحیص په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ، د الاقصی جومات په داخل کې د فلسطینیو لمونځ ګوزارو له اعتکاف څخه د صهیونیسټي وحشي پوځیانو مخنیوی د معمول قواعدو په خلاف یو اقدام ؤ او مخکې په پنجشنبې او جمعې ورځو کې د اعتکاف اجازت ورکول کید.
دغه حمله له دې وروسته شوې چې کابو ۸۵ زره فلسطینیانو د روژې دمبارکې میاشتې د شپږمې ورځې د ماسخوتن او تراویح لمونځونه د الاقصی جومات په صحنونو کې اقامه کړل او دا په داسې حال کې دي چې صهیونیسټي پوځیانو د الاقصی مبارک جومات او قدس ښار ته د فلسطینیانو د رسیدا په لاره کې ډير زیات او سخت امنیتی تدبیرونه اعمال کړي وو.
په قدس کې د اسلامی اوقافو ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،څه دپاسه اتیا زره لمونځ ګوزارو،د پنجشنبې په ماښام د ماسخوتن او تراویح لمونځونه د الاقصی مبارک جومات په صحنونو کې اقامه کړی چې هغوي څخه زیاتره د نیواکی قدس او د ۱۹۴۸ کال د نیواکي ټاتوبو اوسیدونکي وو.
دصهیونیسټ رژيم پوځیانو هم د روژې دمبارکې میاشتې په رارسیدا سره په نیواکي قدس ښار او د الاقصی مبارک جومات په شاوخوا کې خپل لازیات پوځیان دیره کړي دي څو به الاقصی جومات کې د فلسطیینانو لمونځ ګوزارو دشتون مخه ونیسي.
د فلسطین اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس هم پخپل وار په دغې مبارکې میاشتې کې له ټولو ظرفیتونو څخه د استفادې او په الاقصی جومات کې د پراخ شتون او په هغه کې د اعتکاف او د کیښناستو غوښته کړې ده څو دبندګۍ لپاره ددغې مبارکې میاشتې له شپو ورځو څخه او له الاقصی جومات او د صهیونیستي دښمن او د صهیونیسټ میشته ښارګوټو دد اوسیدونکو په وړاندې د مقاومت څځه د ملاتړ لپاره استفاده وشي.
https://iqna.ir/fa/news/4270236